15/07/2024
مستري د يوه تخريب سوي موټر انجين دباندي را ايستلئ وو او پر جوړولو يې لګيا وو. دې وخت کي يې د دوکان مخته يو نوموتئ د زړه جراح تېرېدئ. سمدستي يې ور ږغ کړه: ډاکټر صاحب يوه پوښتنه درڅخه کولای سم؟
ډاکټر د هو په نښه سر ورته وښوراوه او خواته يې ورغلی. مستري ورڅخه وپوښتل: ډاکټر صاحب دې انجين ته ګوره زه يې زړه خلاصوم، والونه يې راکاږم، کار ورباندي کوم، جوړوم يې او بيرته يې خپل ځای کي ږدم. کله چي يې چالاند کړم، لکه نوی غوندي کار کوي. نو ولي زه دومره لږ معاش اخلم او ته دومره زيات. حال داچي زه او ته دواړه اصلآ عېني وظيفه سرته رسوو.
ډاکټر لنډه غوندي مسکا وکړه، د مستيري غوږ ته يې خوله ور نږدې کړه او په پسآري يې ورته وويل: يوځل دا کار داسي حالت کي وکړه چي انجين چالاند وي!