15/10/2025
د پاکستان هیواد خارجه وزرات په رسمي غوښتنه افغان ځواکونو د ٤٨ ساعتونو لپاره خپل بریدونه ودرول؛
سرچینې وایي چي نن له ماذدیګر وروسته د پاکستان هیواد د خارجه وزارت په رسمی غوښتنه او د افغانستان د خارجه وزرات په توافق د راتلونکو ٤٨ ساعتونو لپاره د اوربند هوکړه وشوه.
دا په داسې حال کې ده چي له تیرو دؤو ورځو څخه افغان ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څیرمه د پاکستاني ملیشو په مرکزونه پراخ او پریکنده بریدونه شروع کړي وو چي د نن ورځ تر ناوخته پوري روان وو او په ترڅ کې یي پاکستاني لور ته ګڼ شمیر تلفات اړولی وو.