Ezatullah zair عزت الله زیار

Ezatullah zair عزت الله زیار السلام علیکم

24/03/2023


دیارلس نصیحتونه

1 - د قرض څخه ځان ساته ، ځکه قرض د ورځی ذلت دی او د شپی غم دی .

2 - سوال مه کوه ، ځکه سوال د حیاء اوبه د مخ څخه ختموی .

3 - په شر باندی شر مه دفع کوئ ، بلکی په خیر باندی شر دفع کیږی .

4 - توبه مه وروسته کوه ، ځکه مرګ ناڅاپه راځی .

5 - د حسد نه ځان ساته ، ځکه حسد دین بربادوی ، نفس کمزوری کوی ، او خپګان راولی .

6 - د غوصی اولنی حالت لیونتوب وی او اخری حالت یی پښمانتیا وی .

7 - د هر حکمت سر نرمی کول دی .

8 - د بد ملګری نه ځان وساته ، د بد ملګری مثال د توری دی شکل یی ښائسته وی او اثر یی بد وی .

9 - د الله تعالی سره شرک مه نیسه ، ځکه شرک ډیر لوی ظلم دی .

10 - خپل طعام په نیکانو خلکو وخوره ، او په ټولو کارونو کی د علماءو سره مشوره کوه .

11 - چپ کیناستل د بی فائدی خبرو نه غوره وی .

12 - که یو سړی درسره د غصی په حالت کی انصاف وکړه ، نو بیا ورسره دوستی وکړه .

13 - چا چی راز وساته نو اختیار به یی په خپل لاس کی وی .

07/09/2020

مهمه معلومات

د ۱۳۹۹ل کال د ډله ییزې ازموینې لپاره د ښوونکو او پینځم و شپږم د اعلان شوو بستونو په اړه څو مهم ټکي
له نېکه مرغه د ننګرهار په سطحه (څلور سوه او اته دېرش) د ښوونکو او پینځم او شپږم بستونه اعلان ته وسپارل شول. د محترمو کاندیدانو لپاره لاندې ټکي مهم دي:
اول: د ښوونکو بستونو لپاره د کاندیداتورۍ فورمې به د هرې ولسوالۍ د پوهنې په امریتونو/ مدیریتونو کې په وړیا ډول ویشل کېږي او بېرته به په هماغه ولسوالۍ کې مسوول شخص ته سپارل کېږي. د فورمې سپارنې پر مهال کاندید ته د اړونده مسوول شخص له خوا یو رسید ورکول کېږي. دا رسید باید له ځان سره وساتئ، که ستاسې فورمه ورکېږي، یا هم په خپل نه شارټ لیست کېدا قناعت نه لرئ، نو تاسې کولای شئ چې بیا د شکایت فورمه تر لاسه کړئ او شکایت ثبت کړئ.
دویم: د مامورینو د پینځم او شپږم بستونو لپاره کاندیدان کولای شي چې له اړونده ریاست څخه په وړیا ډول د کاندیداتورۍ فورمه تر لاسه کړي او بېرته یې هماغه ریاست کې مسوول شخص ته وسپاري. د فورمې د سپارلو پر مهال رسید درکول کېږي او د رسید ساتل نهایت مهم دي.
درېیم: د کاندیداتورۍ له فورمې سره خپل تحصیلي اسناد (ډیپلوم/ سرټیفکیټ یا تصدیق) او د تذکرې کاپي خامخا ضمیمه کړئ.
څلورم: د کاندیداتورۍ په فورمه باید په ډېر دقت ډکه شي او د عکس لګول په کې لازمي او ضروري دي.
مننه

28/03/2020

Address

افغانستان ننګرهار پچیراګام
Jalalabad

Telephone

+93794605074

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ezatullah zair عزت الله زیار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share