10/07/2026
غلط مبلاین، لکونه افغانۍ تاوان! سم مبلین څنګه وپېژنو؟؟
5W-30
10W-40
نن دا راز داسې زده کړه چې بیا یې هېر
نه کړې!
ګرانو ملګرو، هره ورځ زرګونه خلک مبلاین اخلي، خو ډېر یې نه پوهیږي چې په بوتل لیکل شوې دا شمېرې موږ ته څه وایې.
نن یې په دومره ساده ژبه درته وایو چې بیا به د مبلاینو اخستلو کې شک درسره نه وي.!!
🤫 ددې شمېرو راز — یو ځل زده کړه، د عمر لپاره:
راځئ 10W-40 په مثال واخلو. او دا دوه برخې لري:
دا د یخنې کیسه کوي = “10W”
او دا “W “ د ( Winter ) یعنې ژمی
څومره چې دا شمېره کمه وي، مبلاین هومره نری وي او د قوي ژمي یخ سهار په ستارټ کې ژر خوځېږي او په حرکت راځي.
همدا لومړۍ شېبې دي چې انجن تر ټولو زیات خطر کې وي — نری مبلاین یې ژر ساتي.
“40” = د ګرمۍ کیسه
څومره چې دا شمېره لوړه وي، مبلاین د تود انجن دننه هومره کلک پاتې کیږي او پرزې یې ساتي.
ساده مثال یاد ولره: غوړي 🍯 په یخ کې کلکیږي او په ګرمۍ کې اوبه کیږي. مبلاین هم همداسې دي.
دا شمېرې همدا کیسه کوي: په یخ کې څومره نري، په ګرمۍ کې څومره کلک.
🚗 اوس نو ستا موټر لپاره کوم یو دی؟
نوی موټر لرې؟ 👈 5W-30
کرولا، فیلډر، ویتز، کمري، — د جاپان څخه راغلي موټرې. د دې د انجنونو پرزې دننه نازکې او سره ډېرې نږدې دي، نو نری مبلاین کولې شي چې د موټر د ستارټ سره سم هرې پرزې ته ورسیږي.
او یوه بله ګټه؟ د تېلو مصرف هم کمېږي.
زوړ موټر لرې؟ 👈 10W-40
که موټر دې ډېر کیلومتر وهلی وي، تېل خوري، یا انجن شور کوي، کلک مبلاین د زاړه انجن پراخه شوي سوري ډکوي، د تېلو سوځېدل کموي، او انجن غلی ساتي.
یو تجربه لرونکي موټروان په لوړ کیلومتر کې 10W-40 مبلاین انتخابوپ.
او بیا زموږ د وطن حساب:
❄️ کابل او شمال: ژمی سخت دی، لومړۍ شمېره درته مهمه ده. 5W د سخت ژمي په یخو سهارونو کې ځان ثابتوي.
☀️ کندهار، هلمند، جلالآباد: دوبی سوزوونکی دی دویمه شمېره درته مهمه ده. 10W-40
انجن د سختې ګرمۍ لاندې ساتي.
دوړې لارې + زوړ انجن: زموږ ډېر ځایي موټرې په 10W-40 ښه چلیږي.
⚠️ خبرداری: نقلي مبلین انجن وژني !
ورونو، جعلي مبلاین زموږ د بازار تر ټولو لوی خطر دی.
د Toyota او Castrol نقلي بوتلونه هر ځای پیدا کیږي. اخیستلو دمخه درې شیان وګوره:
✔️ باوري دوکان — تل له پېژندل شوي ځایه واخله
✔️ سیل او هولوګرام — د بوتل سر او لیبل ښه وڅېړه
✔️ بیه — ډېره ارزانه ده؟ نو تقریباً حتماً نقلي ده!
خراب مبلین انجن د هر بل شي نه ژر وژني، او د انجن ترمیم د مبلاینو له بیې زرګونه ځله قیمته دی.
💡 وروستۍ او تر ټولو مهمه خبره:
درجه مهمه ده، خو وخت ترې هم مهم دی!
حتی که د سرو مبلین هم که ډېر وخت پاتې شي، خټې جوړوي.
مبلین په خپل ټاکلي وخت بدل کړه، او که په دوړو لارو ګرځې، لا ژر یې بدل کړه.
لنډه پایله — دا په ذهن کې وساته:
نوې موټر او یخه سیمه = 5W-30
🚗 زوړ موټر + ګرمه سیمه = 10W-40
OMAR-USMAN AUTO PARTS — باوري پرزې، باوري مشوره 🤝
#موټر #کابل #کندهار